د کندز ولايت بېځايه شوو سره په بغلان کې مرسته وشوه

sadam_morr
6999

د DACAR موسسې له لورې د بغلان ولايت کډوالوچارو رياست په همکارۍ ۱۱۷ بېځايه شوکورنيوسره  د روغتيايي کڅوړو مرسته و شوه .

يادې کورنۍ، چې د بغلان ولايت د ګذر نور، برکه او د کندز ولايت د دشتي ارچي،خان اباد او علي اباد ولسواليو څخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د ليندۍ په ۲۳مه هرې کورنۍ ته يوه يوه روغتايي کڅوړه ورکړل شوه.