بغلان کې بېځايه شوو کورنيوسره مرسته وشوه

sadam_morr
 

د ملګروملتونو دکډوالو ادارې UNHCR له لورې د بغلان ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۳۱۲ بېځايه شوو کورنيوسره دغيرخوراکي موادو مرسته وشوه.

يادې کورنۍ، چې د جګړو له امله د بېلابېلو سيمو څخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې دتلې په ۱۰مه هرې کورنۍ ته څلور صابونونه ، درې کمپلې، دوه ترپالونه، يو سطل او يوه ګازډبه ورکړل شو.