د فراه ولایت په کډوالو ښارګوټي کې یو جومات جوړ شو

anwari_morr
-

د فراه ولایت په کډوالو ښارګوټي کې، د مهاجرینو چارو ریاست په همغږۍ، د الغرافه خیره بنسټ په مالي ملاتړ، د ۶ میلیونو افغانیو پر ارزښت یو جومات جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د فراه مهاجرینو چارو رییس مولوي عبدالرحمن حبیب‌زي پر وینا، چې دغه یو پوړیز جومات په ۹ میاشتو کې د ۳۹۰ مربع مټرو پراخوالي او د ۳ مټرو او ۵۰ سانتي مټرو په لوړوالي د فراه مرکز کرجي سیمې ته نیږدي په کډوالو ښارګوټي کې جوړ شوی. د ۶۰۰ کسانو ځایولو ظرفیت، معیاري برېښنا، اودس خونه، تشناب او د اوبو ژوره څاه لري، چې د ځايي اوسېدونکو ستونزې حلولای شي.
د مهاجرینو چارو وزارت ژمن دی، چې راستنو شویو ته له ارامښت ډک چاپېریال برابر کړي، تر څو هغوی له دیني زده‌کړو برخمن او په ټولنه کې د ښو اړیکو په جوړلو کې ورسره مرسته وکړي.