د قرارداد ورکړې د پرېکړې خبرتیا!

anwari_morr

Publish Date

Closing Date

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په پام کې لري، چې د تدارکاتو له قانون سره سم د وزارت د اړتیا وړ د ۳۴ قلمه قرطاسیه‌باب او ټونر‌بابو د برابرولو او تدارک قرارداد د افغان رود رنر لوژستیکي خدمتونو شرکت ته، چې د (D-37126) جواز لرونکی او د مرکزي سیلو سړک، شاداب ظفر بلاکونو سره موقعیت لري،  د ۸۰۴ زره او ۸۹۰ افغانیو په مجموعي بیه ورکړي.

هغه حقیقي او حکمي وګړي، چې په دې اړه هر ډول نیوکه ولري، کولای شي خپله نیوکه د خبرتیا د خپرېدو له نېټې تر پینځو کاري ورځو پورې، له اړوندو دلایلو سره یو ځای په لیکلي ډول، د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د تدارکاتو امریت ته، چې د واصل‌ اباد په سیمه کې د جنګلک فابریکې شاته موقعیت لري، وړاندې کړي.

دا خبرتیا د قرارداد د عقد په مانا نه ده او تر هغه وخته، چې پورته ټاکل شوې موده بشپړه او نور قانوني پړاوونه طی مراحل نه شي، قرارداد به نه منعقدېږي.