د کډوالو چار وزارت د دوامداره  بشري استوکنې پروګرام د پلي کولو په موخه په ښاري سيمو کې د نوې ځای پرځای کېدنې لپاره  د ملګرو ملتونو د بشرې استوګنې له ادارې  سره همکاري کوي

sadam_morr
Sat, Sep 14 2019 10:12 AM
وزارت امور مهاجرین و عودت کنندگان، بمنظور تطبیق برنامه ، اسکان بشری پایدار در ساحات شهری برای ادغام مجدد با اداره اسکان بشری ملل متحد همکاری می نماید

د ملګرو ملتونو د بشرې استوګنې  اداره د اروپايي ټولنې او ډنمارک په مالي ملاتړ ، د راستنېدونکو، بيا ځاي پر ځای کېدنې لپاره د دوامداره  بشري ځای پر ځای کېدنې پروګرام لاندې ، د امنيتي او دفاعي ځواکونو د شهيدانو کورنيو، راستنېدونکو او بېځايه شوو ته د دولتي ځمکو د وېش په تړاو د ولسمشر د ۳۰۵ ګڼه فرمان سره سم د کډوالو چارو وزارت په همکارۍ  ښاري سيمو کې د ځمکو وېش پيلوي.

دغه وزارت د نوم ثبتونې د لړۍ، د اړمنو په ټاکنې، په سيمه کې د څېړنو د فعاليتونو د ارزونې ، د قرار دادي کار کوونکو د ګمارنې، د نوم ثبتونې مرکز مديريت د ګډوو فعاليتونو په موخه د عمل پلان ترتيب په برخه کې د ملګرو ملتونو د بشري استوګنې له ادارې سره همکاري کوي.

ددې همکارۍ اسناد چې شپږ مياشتې دوام پيدا کوي د کډوالو چارو وزير سيد حسين عالمي بلخي او د ملګرو ملتونو د بشري استوګنې ادارې د لومړي مرستيال فرنادو داکروز له لورې  لاسليک شول.

Latest news

BACK TO NEWS