د پاکستان له بندخونو تر ۳۰۰ زیات افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شول

anwari_morr
-

روانه اونۍ د پاکستان له بندخونو ۳۲۲ تنه افغان کډوال، چې کورنۍ، ماشومان او انفرادي وګړي پکې شامل وو، ازاد او هېواد ته راستانه شول.
د راپورونو له مخې، له دغو کډوالو ۳۰۹ تنه د تورخم فرضي کرښې او ۱۳ تنه د سپین بولدک له لارې هېواد ته راستانه شول.
یاد کسان  په لېږد امریتونو کې تر ثبت او د بشري مرستو له ترلاسه کولو وروسته خپلو سیمو ته ولېږدول شول.