د کابل په مهاجرینو چارو ریاست کې ستونزو ته د رسېدنې په موخه ناسته وشوه
د روانې میاشتې پر ۱۶مه، د کابل د مهاجرینو چارو رییس مولوي دین محمد حقبین پر مشرۍ، د همکارو موسسو د استازو په ګدون د همغږۍ ناسته وشوه.
په ناسته کې د راستنو شویو کډوالو، بېځایه شویو او د جګړې له امله زیانمنو شویو کورنیو پر ستونزو خبرې وشوې.
ښاغلي حقبین وویل: د جګړې له امله سلګونې اغېزمنې کورنۍ او له پاکستان او ایران څخه زرګونې راستنې شوې کورنۍ د غربت او راستنېدنې له امله اړینو مرستو ته اړتیا لري.
هغه له همکارو موسسو وغوښتل، چې له اړمنو کورنیو د ملاتړ په موخه جدي او دوامداره همکارۍ وکړي.
د ناستې پر دوام، په ښارګوټو کې روغتیايي، څښلو اوبو او نورې شته ستونزې مطرحه شوې، د موسسو استازو د خپلو برنامو او امکاناتو په اړه معلومات وړاندې کړل.
په پای کې د موسسو استازو ژمنه وکړه، چې د جګړې له امله بېځایه شوې کورنۍ به ژر وپېژندل شي او اړینې مرستې به ورسره وشي.
همدارنګه په ښارګوټو کې د کډوالو د وضعیت ارزونې او ستونزو حلولو په موخه د ګډ پلاوي جوړولو پرېکړه وشوه.