په ننګرهار کې د مهاجرینو، اقتصاد ریاستونو او همکارو موسسو د همغږۍ ناسته وشوه

sadam_morr

د ننګرهار د مهاجرینو چارو رییس پر مشرۍ په یاد ولایت کې د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو، اقتصاد ریاستونو او د کورنیو او بهرنیو موسسو د همغمږۍ میاشتنۍ ناسته د روانې میاشتې په ۵مه وشوه.
په دغې ناسته کې د ترسره شویو پروژو او راتلونکو برنامو پر روڼتیا، ګټو، د مرستې رسولو تګلارو، له راستنو شویو او داخلي بېځایه شویو څخه ملاتړ او اقتصادي پراختیا خبرې وشوې.
د اقتصاد رییس له موسسو څخه وغوښتل، چې خپل فعالیتونه له اړوندو ادارو سره په همغږۍ وړاندې یوسي، تر څو ښه او منظم خدمتونه وړاندې شي.
د مهاجرینو چارو رییس ملا عزیزالرحمن د موسسو شوې مرستې او فعالیتونه وستایل او د هغوی د زیاتوالي غوښتنه یې وکړه، تر څو په یاد ولایت کې د راستنو شویو او بېځایه شویو ستونزو ته پر وخت رسېدنه وشي.
د موسسو استازو خپلې ستونزې او وړاندیزونه شریک کړل او ژمنه یې وکړه، چې د ښو امکاناتو په اډانه کې به خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.