په مهاجرینو وزارت کې د ګډو برنامو د پیاوړتیا په موخه د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شول

anwari_morr
Mon, Apr 06 2026 2:53 PM
_

د خدمتونو او همغږۍ پیاوړتیا په موخه له اداره باز سازي دهات افغانستان، واسا موسسو او د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت ترمنځ د ۲۵ میلیونو ۴۵۹ زره ۸۱۲ افغانیو په ارزښت د همکارۍ دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول.
یادې موسسې به دغه پیسې په هرات، بادغیس او فراه ولایتونو کې د زده‌کړو، عامه پوهاوي، ناستو، د خدمتونو وړاندې کولو او بې سرپرسته ماشومانو د لېږد په برخو کې مصرفوي، چې ۳۵ زره ۳۱۲ تنه راستانه شوي، بېځایه شوي او کوربه ټولنې به ترې برخمنې شي.
اسلامي امارت ژمن دی، چې راستنېدونکو او بېځایه شویو ته لا ښه خدمتونه ترسره کړي.

Latest news

BACK TO NEWS