د پاکستان له بندخونو تر ۲۰۰ زیات افغان مهاجرین ازاد او هېواد ته راستانه شول

anwari_morr

روانه اونۍ کې د پاکستان له بندخونو ۲۱۴ تنه افغان مهاجرین ازاد او هېواد ته راستانه شول.
د کندهار مهاجرینو او راستنېدونکو چارو ریاست اړوند د سپین بولدک لېږد امریت د راپور له مخې، دغو کسانو له یوې ورځې تر ۲ میاشتو پورې په بندخونو کې تېره کړې وې. یاد کسان تر ازادېدو او په دغه امریت کې تر ثبت او د بشري مرستو له تر لاسه کولو وروسته خپلو سیمو ته ولېږدول شول.