د کډ‌والو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د کورنیو چارو وزارت د نشه یې توکو پر وړاندې د مبارزې له معین شیخ عبدالرحمن منیر سره وکتل

anwari_morr
Mon, Feb 09 2026 11:14 AM
_

په دې ناسته کې، چې په هېواد کې د نشه یې توکو د کښت د مخنیوي او نه کارونې په اړه خبرې وشوې، شیخ عبدالرحمن منیر وویل، چې د اسلامي امارت د مشرانو ښه رهبري او پر وخت پرېکړې د نشه يي توکو د کښت د لمنځه تلو او نه کارونې سبب شوې دي.
ښاغلي منیر زیاته کړه، چې د نشه يي توکو د نه کارونې او نه کرلو په برخه کې د دیني عالمانو او رسنیو ونډه خورا اغېزمنه ده او په وینا يي، چې روان کال د نشه يي بوټو د کښت کچه صفر ته راښکته شوې ده.
د ناستې پر دوام ښاغلي معین په راستنو شویو هېوادوالو کې د روږدو کسانو پېژندنه او د هغوی پر درملنې سربېره د ځوان نسل اړوند ځینې مشورې او موضوع ګانې له محترم وزیر سره شریکې کړې.
محترم مولوي عبدالکبیر د نشه يي توکو د مخنیوي په برخه کې د کورنیو چارو وزارت هڅې وستایلې او د لاښه مدیریت لپاره یې د امنیتي ادارو خپلمنځي همغږي اړینه وبلله.
محترم وزیر د راستنو شویو ځوانانو روزنه او د روږدو کسانو درمنله اړینه وبلله او زیاته یې کړه، چې اسلامي امارت په دغې برخه کې مهم ګامونه اخیستې دي او تمه کېږی، چې راستانه شوي ځوانان له ارزښتونو سره ژر بلد شي. محترم مولوي عبدالکبیر شریکې شوې موضوع ګانې مهمې وبللې او ورته د رسېدنې یادونه یې وکړه.

Latest news

BACK TO NEWS