د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر په کابل کې د جاپان له نوي ټاکل شوي سفیر ښاغلي کینیچي ماساموتو سره وکتل

anwari_morr
Mon, Jan 19 2026 11:16 AM
-

په دې ناسته کې، چې له افغانستان سره د جاپان د مرستو او همکاریو په اړه خبرې وشوې، ښاغلي سفیر وویل، چې توکیو د اسلامي امارت د واکمنۍ له پیله تر تېر زیږدیز کال پورې له افغانستان سره په بشري، د کډوالو، بدیل کښت، روغتیا، اوبو رسولو، د ښځو د لاس نیوي او ځينو نورو برخو کې ۵۵۰ میلیونه ډالر مرسته د ملګرو ملتونو د ادارو لخوا کړې ده.
د جاپان سفیر ښاغلي کینیچي ماساموتو له نشه یي توکو سره د مبارزې، اداري فساد او بشپړ امنیت په برخو کې د اسلامي امارت لاسته راوړنې د پام وړ وبللې او یادونه یې وکړه، چې توکیو له افغانستان سره ګډ کار ته دوام ورکوي او جاپان د افغانانو ارزښتونو ته درناوی لري او د افغانستان په کورنیو چارو کې لاس وهنه نه کوي.
نوموړي په کابل کې د جاپان ډیپلوماتیک ماموریت اړتیا وبلله او په وینا یې، چې د جاپان حکومت له افغانانو سره د خپلو مرستو پر دوام ۱۹،۵ میلیونه ډالر کڅوړه تصویب کړې، چې د کډوالو په ګډون په ځینو نورو بشري برخو کې به ولګیږي.
محترم مولوي عبدالکبیر د جاپان سفیر کینیچي ماساموتو ته ښه راغلاست وویل او نوموړي ته يې په نوې دنده کې د بریا هیله څرګنده کړه. محترم وزیر د جاپان له بشري مرستو په مننې وویل، چې افغانستان د اقلیمي بدلون او بهرنیو اشغالونو له امله له ستونزو سره مخ دی او اړتیا ده، چې نړۍوال د اړمنو افغانانو لاس نیوی وکړي او په پراختیايي چارو کې برخه واخلي.
محترم وزیر زیاته کړه، چې د اسلامي امارت د واکمنۍ په موده کې میلیونونه افغانان هېواد ته راستانه شوي، چې دوامداره مرستو ته اړتیا لري.
محترم وزیر د جاپان په کډون له نړۍوالو څخه وغوښتل، چې راستنو شویو ته د کاري فرصتونو د چمتو کېدو په موخه ټولګټې پروژې پيل کړي.

Latest news

BACK TO NEWS