د پاکستان له بندخونو نږدې ۱۰۰ تنه مهاجرین ازاد او هېواد ته راستانه شول

sadam_morr

په روانه اونۍ کې د پاکستان له بندخونو ۹۲ تنه افغان مهاجرین ازاد او هېواد ته راستانه شول.
د کندهار د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو ریاست د سپین بولدک د لېږد امریت د راپور له مخې، دغه کسان د پاکستان په بندخونو کې له یوې تر ۲ میاشتو پورې بندیان وو، چې تر ازادېدو وروسته هېواد ته راستانه او په یاد امریت کې د بشري مرستو له تر لاسه کولو وروسته خپلو سیمو ته ولېږدول شول.