د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د وزارت له معین ملا محمد امین جان عمري سره وکتل

sadam_morr
Tue, Dec 23 2025 9:07 AM
_

په دې لیدنه کې، چې له ښاغلي ملا محمد امین جان عمري سره، د راستنو شویو هېوادوالو څو تنو استازو هم برخه لرله، د کډوالو پر ستونزو او حل لارو خبرې وشوې.
د راستنو شویو کډوالو استازو په مزار شریف ښار کې کډوالو ته د ځانګړي شوي ښارګوټي اړوند وړاندیزونه له محترم وزیر سره شریک کړل او زیاته یې کړه، چې په بلخ کې راستانه شوي کډوال پر دایمي سرپناه سربېره لومړنیو مرستو ته اړتیا لري.
ښاغلي ملا محمد امین جان د راستنو شویو د ستونزو په حل کې شوې هڅې اغېزمنې وبللې او د کډوالو ځينې وړانديزونه یې په ناسته کې شریک کړل.
محترم مولوي عبدالکبیر د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت معین او ورسره کسانو ته ښه راغلاست وویل او زیاته یې کړه، چې د راستنو شویو ستونزو ته رسېدنه د اړوندو امارتي ادارو لومړیتوب دی او یادونه یې وکړه، چې په مزار شریف کې د ښارګوټي وړانديز به د کډوالو له عالي کمېسیون سره شریک شي.
همدارنګه نوموړي څرګنده کړه، چې په مزار شریف کې راستنو شویو ته د مرستو د وېش په اړه به اقدام وکړي او اړوندې برخې به لاس په کار شي.

Latest news

BACK TO NEWS