په ترمینال پایتخت کمپ کې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې په موخه ناسته وشوه
د لړم پر ۲۹مه په ترمینال پایتخت کمپ کې د کابل د کډوالو چارو رییس مولوي عبدالرحمن حبیبزي په مشرۍ د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې په موخه ناسته وشوه.
په دغې ناسته کې، چې د همکارو بنسټونو، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو، له ماشومانو څخه د ملاتړ صندوق، د ډنمارک د کډوالو انجمن او د نړۍوالو مرستو د همغږۍ دفتر استازو کډون کړی و، د کډوالو ستونزو د رسېدنې په موخه خبرې وشوې.
د کابل د کډوالو چارو رییس له هغوی څخه د ژمي تر رسېدو مخکې د خېمو برابرولو او په ځينو نورو برخو کې د مرستو غوښتنه وکړه او په پای کې د غونډې ګډونوالو له خپلو مرستو ډاډ ورکړ.