د هېواد په ۵ ولایتونو کې تر ۴زرو زیاتو کورنیو سره مرستې وشوې

sadam_morr
ـ

په کابل، جوزجان، بلخ، بادغیس او بغلان ولایتونو کې څلور زره او ۴۴ راستنو شویو، بېځایه شویو، اړمنو کورنیو او کوربه ټولنو ته نغدي او خوراکي مرستې، کمپلې، روغتیايي کڅوړې او خېمې ووېشل شوې.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د دویمې واحدونو د راپوورنو له مخې، په کابل کې ۲۰۳ کورنیو ته دوه میلیونو ۳۱۹ زره ۴۰۰ افغانۍ او یوه خېمه، په جوزجان کې ۶۷ کورنیو ته ۹ میلیونه ۹۲ زره او ۸۲۴ افغانۍ، په بلخ کې ۱۵۰۰ کورنیو ته پینځه کمپلې، په بادغیس کې ۲۷۴ کورنیو ته ۸ میلیونه ۴۲۷ زره ۸۲۷ افغانۍ او روغتیايي کڅوړې، په بغلان کې ۲ زره کورنیو ته پینځه ډوله خوراکي توکي د همکارو او خیریه بنسټونو له لوري د یاد وزارت د اړوند ریاستونو تر پېژندنې وروسته ووېشل شوې.
د یو بل خبر له مخې،  د کابل ښار په بېلابېلو ناحیو کې د یاد وزارت تر پېژندلو وروسته د همکارو بنسټونو له لوري ۲۸۹۴ کورنیو ته ۸ میلیونه ۳۹۲ زره او ۶سوه افغانۍ او د ماشومانو او میندو لپاره د خوراکي توکو کڅوړې، په سرپل کې د زلزلې له امله پینځو زیانمنو کسانو ته ۵۰ زره افغانۍ، په ارزګان کې ۳۵ تنو ۴۲۰ زره افغانۍ ورکړل شوې.
همدارنگه د کابل د کډوالو او راستنېدونکو چارو ریاست په همکارۍ د ګروه تحقیق و دفاع حقوق بشر( HRRAC ) موسسې له لوري په کابل کې ۳۵ تنو ته د حقوقي مرستو او معلوماتي مشورو ورکولو برنامه تر سره چې د معلوماتي مشورو او حقوقي مرستو ( ملکیت حق) په اړه هغوی ته لازم پوهاوی ورکړل شو او هر کس ته د ټرانسپورټ پیسې، قرطاسیه او د غرمې ډوډۍ  ووېشل شوه.