د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د دفتر رییس د تورخم له کمیسار سره ولیدل

sadam_morr
Tue, Sep 02 2025 12:39 PM
_
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مقام د دفتر رییس محترم مولوي سعید احمد بنوري د تورخم له فرضي کرښې څخه د لیدنې پر مهال د مهاجرینو د وضعیت د خدمتونو او د لا ښه تنظیم په موخه د تورخم له کمیسار محترم عبدالحکیم مصباح سره ولیدل.
په دې لیدنه کې دواړو لوریو د راستنېدونکو مهاجرینو د ستونزو په اړه مفصل بحث وکړ او خپل نظرونه یې سره تبادله کړل.
محترم مولوي سعید احمد بنوري ډاډ ورکړ، چې د مهاجرینو د ښه خدمت رسونې او د ستونزو د حل لپاره به اړین اقدامات ترسره کېږي او یادې ستونزې به د وزارت له مقام سره شریکې کړي.
په پای کې، محترم عبدالحکیم مصباح هم د مهاجرینو د چارو د لا ښه خدمت او د اسانتیاوو د برابرولو په اړه خپل ډاډ څرګند کړ.

 

Latest news

Wed, Mar 23 2022 9:28 PM
Background image

A training workshop was held for the heads of the Ministry of Refugees

The Ministry of Refugees, in collaboration with the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR), organized a three-day training workshop for its Heads and Second Units on the. . .

BACK TO NEWS