پروان کې له ۱۶ کورنیو سره نغدي مرسته وشوه

sadam_morr
-

  په پروان ولایت کې د غبرګولي پر یوویشتمه له ۱۶ راستنو شویو او بې ځایه شویو کورنیو سره نغدي مرسته ووېشل شوه.
 دغه کورنۍ وړاندې د پروان ولایت د مهاجرينو چارو رياست له خوا سروې او پېژندل شوې وې او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کميشنرۍ له لوري د ۱۷ زره او ۷۵۰ افغانيو په ارزښت مرسته ورسره وشوه.