د مهاجرينو چارو وزارت کې د ساري ناروغيو د عامه پوهاوي برنامه ترسره شوه

anwari_morr
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۷/۱۱ - ۱۴:۱۲
ـ

د کانګو او ليوني سپي د ناروغۍ په اړه د عامه پوهاوي برنامه د عامې روغتيا وزارت په همغږۍ د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت د بشري سرچينو رياست په همکارۍ د دغه وزارت يو شمېر کار کوونکو ته د وزارت د ناستو په تالار کې ترسره شوه.
د برنامې په پيل کې د بشري سرچينو رئيس دوکتور مفتي مديرګل احمدي او د داخلي بېځايه شوو وضعيت ته د رسېدو رئيس مولوي سردار محمد شېرزاد خبرې وکړې او د داسې برنامو تر سره کول يې مهم وبلل. 
هغه د ناروغۍ او روغتيا په اړه د محمد (ص) احاديثو ته په اشارې سره د چاپيريال په پاکوالي ټينګار وکړ او د برنامې له ګډنوالو يې غوښتنه وکړه، چې په غور سره دې د ډاکټرانو خبرې واوري، غوږ دې ور ته ونيسي او هغه څه چې ډاکټران يې وايي په کاري چاپيريال او کور کې يې له نورو سره شريک کړي، تر څو له دې لارې د ساري ناروغيو مخه ونيول شي.
ورپسې د روغتيا وزارت د کانګو ناروغۍ عمومي مسؤول ډاکټر بشير امين او د ليوني سپي د ناروغيو د کنټرول عمومي مدير ډاکټر جواد اماني د يادو ناروغيو د ماهيت او د هغوی د لېږد د څرنګوالي او مخنيوي په اړه ګډنوالو ته هر اړخيز معلومات ورکړل.
د يادې برنامې د تر سره کېدو موخه د کارکوونکو د پوهې لوړول او هغوی ته د ذکر شوو ناروغيو د مخنيوي د څرنګوالي بیانول وو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۵
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د همکارۍ یو هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې له عدالت غوښتنې او ځواکمنتیا مدنې موسسې سره د ۱۴۵ زره او ۳۷ امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌لیک نن لاسلیک شو.
دغه پیسې به په ننګرهار. . .
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۳
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي معین په افغانستان کې د قطر هېواد سرې میاشتې ادارې له رییس سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي معین ښاغلي شیخ عبدالرحمن راشد نن په خپل کاري دفتر کې په افغانستان کې د قطر هېواد سرې میاشتې ادارې له رییس ښاغلي بها‌ء علي النجومي سره وکتل.

. . .
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۱
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي معین د افغانستان لپاره د وارچایلډ موسسې له رییس سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدنکو چارو وزارت مسلکي معین ښاغلي شیخ عبدالرحمن راشد نن په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د وارچایلډ موسسې له رییس ښاغلي لم جوردن سره وکتل.

په دغې لیدنه کې. . .

بېرته خبرونه ته