د مهاجرینو چارو وزارت تر یو میلیون زیاتو ډالرو پر ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د بشري مرستو د همغږۍ له موسسې سره د یو میلیون ۶۳۱ زره او ۱۸۰ امریکایي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ.
په ارزګان کې تر سلو زیاتو کورنیو ته د ځمکې وېش پیل شو
د روانې میاشتې پر ۲۱مه په ارزګان کې د راستنو شویو کورنیو د بیامېشتېدنې په موخه، د کور او ښار جوړونې ریاست له لوري، د دغه ولایت په کډوالو ښارګوټي کې ۱۴۰ راستنو شویو کورنیو ۱
د پاکستان له بندخونو نيږدې ۸۰۰ افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شول
روانه اونۍ د پاکستان له بندخونو ۷۶۳ تنه افغان کډوال ازاد او د ننګرهار د تورخم او کندهار د سپین بولدک له لارو هېواد ته راستانه شول.
ګڼو ولایتونو کې زرګونو کورنیو سره مرستې وشوې
روانه اونۍ په کابل، بغلان، ننګرهار، ارزګان او نیمروز ولایتونو کې له ۶ زره ۲۷۲ کورنیو سره د خوراکي، نغدي او غیرخوراکي توکو مرستې وشوې.
د پاکستان له بندخونو لسګونه بندي افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شول
۷۹ تنه افغان کډوال، چې د پاکستان په بندخونو کې بندیان وو، تر ازادېدو وروسته د تورخم فرضي کرښې له لارې هېواد ته راستانه شول.
په ۳ ولایتونو کې نيږدې له ۳۰۰ کورنیو سره مرستې وشوې
روانه اونۍ په پکتیا، ننګرهار او بغلان کې ۲۹۸ کورنیو سره د خوراکي او غیرخوراکي توکو مرستې وشوې.
د هېواد په څو ولایتونو کې کابو ۵۰۰ کورنیو ته نغدي مرستې وېشل شوې دي
د تېرو درېو ورځو په ترڅ کې ۴۷۶ کورنیو ته په کابل، ننګرهار، سرپل او بادغيس ولایتونو کې نغدي مرستې وېشل شوې دي.
د پاکستان له بند خونو څخه نږدې ۴۰۰ تنه افغان مهاجرین ازاد شول
د تېرو دریو ورځو څخه را په دې خوا د پاکستان هېواد له زندانونو څخه ۳۷۳ تنه افغان مهاجرین ازاد او خپل هېواد ته راستانه شول.
فاریاب کې ۱۵۰ راستنو شویو کورنیو ته د ځمکو وېش پیل شو
د غويي پر ۲۹مه د فاریاب په دولت اباد ولسوالۍ کې ۱۵۰راستنو شویو کورنیو ته د یاد ولایت د والي، مهاجرینو چارو رییس، د دایمي مېشتېدنې کمېټې غړو، سیمهییزو چارواکو، قومي مشرانو
