د هېواد په ۵ ولایتونو کې له سلګونو کورنیو سره مرستې وشوې
روانه اونۍ په کابل، جوزجان، فراه، سرپل او ننګرهار کې له ۹۰۴ راستنو شویو، بېځایه شویو کورنیو او کوربه ټولنو سره نغدي او خوراکي توکو مرستې وشوې.
بغلان کې راستنو شویو کورنیو ته لسګونه پسونه ووېشل شول
د روانې میاشتې په ۶مه بغلان کې ۱۶ راستنو شویو کورنیو ته ۸۰ پسونه ووېشل شول.
په ننګرهار کې ۱۵۰ کورنیو ته نیږدې ۴ میلیونه افغانۍ ووېشل شوې
د روانې میاشتې په ۴مه په ننګرهار کې ۱۵۰ راستنو شویو بېځایه شویو او اړمنو کورنیو ته ۳ میلیونه ۹۶۳ زره او ۸۷۰ افغانۍ ووېشل شوې.
