غزني کې له لسګونو کورنيو سره مرسته وشوه
په غزني ولایت کې د غبرګولي پر دوه ویشتمه ۴۰ کورنیو ته نغدي مرسته ووېشل شوه.
دغه مرسته په دوو برخو کې ۱۳ زره او ۱۶ زره افغانۍ د ډنمارک د مهاجرت شورا له لوري وه، چې هرې کورنۍ ته د دغه ولایت د مهاجرینو چارو ادارې له لوري تر اړمن پېژندلو وروسته ووېشل شوه.