د  پاکستان څخه سلګونه  افغان  مهاجر وطن ته  راستانه  شول

anwari_morr
-

۶۹۱ تنه افغان مهاجرد ليندۍ په ۱۵ مه د کندهار دسپين بولدک له لارې هېواد ته راستانه شوي.

د کندهار ولايت دسپين بولدک د مهاجرينو چارو د آمر په خبره په يادو راستنېدونکو کې ۱۰۰ کورنۍ، چې  ۵۷۷تنه کېږي  او ۱۱۴تنه نور بنديان چې د پاکستان له زندانونو ازاد شوي وو  له دې لارې په جبري توګه هېواد ته راستانه شوي دي او دمهاجرينو په ادارې کې له  نومليکنې وروسته د مرستو د ترلاسه کولو په موخه د مهاجرت نړۍ وال سازمان او د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې ته ور وبېژندل شول.

همدارنګه هرې کورنۍ ته ۱۰ زره افغانۍ د مؤظفو کمېټو له لوري وېشل شوي دي.

دغه راز ۱۶بې سرپرسته  راستنېدونکي ماشومان يې MPOمؤسسې ته ورپېژندلي دي.