د پاکستان څخه سلګونه افغان مهاجر وطن ته راستانه شول

۶۹۱ تنه افغان مهاجرد ليندۍ په ۱۵ مه د کندهار دسپين بولدک له لارې هېواد ته راستانه شوي.
د کندهار ولايت دسپين بولدک د مهاجرينو چارو د آمر په خبره په يادو راستنېدونکو کې ۱۰۰ کورنۍ، چې ۵۷۷تنه کېږي او ۱۱۴تنه نور بنديان چې د پاکستان له زندانونو ازاد شوي وو له دې لارې په جبري توګه هېواد ته راستانه شوي دي او دمهاجرينو په ادارې کې له نومليکنې وروسته د مرستو د ترلاسه کولو په موخه د مهاجرت نړۍ وال سازمان او د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې ته ور وبېژندل شول.
همدارنګه هرې کورنۍ ته ۱۰ زره افغانۍ د مؤظفو کمېټو له لوري وېشل شوي دي.
دغه راز ۱۶بې سرپرسته راستنېدونکي ماشومان يې MPOمؤسسې ته ورپېژندلي دي.