د غیر قانوني سفرونو په اړه د مهاجرینو چارو وزارت اعلاميه

sadam_morr

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د یوې مسؤلې ادارې په توګه له ګرانو هېوادوالو او په ځانګړي ډول له ځوانانو غواړي، چې لرې او نږدې هېوادونو ته له غیر قانوني او مرګوني سفرونو ډډه وکړي.

همدا راز د دوی له والدینو او مشرانو هم غوښتنه کوو، چې خپل اولادونه بهر ته د تګ پر ځای خپلو زده کړو او په هېواد کې کار کولو ته وهڅوي.

ګرانو هېوادوالو! بې کاري او اقتصادي ستونزې له هېواد څخه د ځوانانو په وتلو او په غیر قانوني سفرنو سره نه حل کېږي بلکې د حل لاره یې یوازې د ولس په هڅو او زیار ممکنه ده.

هغه پرمختللي هېوادونه چې زموږ ځوانان ورته نن ورځ په سفر روان دي له پیل څخه په خپل اوسني حالت کې نه وو او نه د نورو هېوادونو په مرسته دومره هوسا او پرمختللي شوي دي، بلکې خپلو خلکو یې په خپل کار او زیار سره دغه ستونزې له منځه وړي او خپل هېوادونه يې د ترقۍ په لور روان کړي دي

ګرانو هېوادوالو! د اسلامي نظام په ټينګښت سره نا امني، فساد او جبر له منځه تللى او د پخوا په پرتله د کار او پانګونې لپاره خوندي چاپېريال رامنځته شوی او ددې امکان رامنځته شوی، چې صادقانه کار کولو سره هېواد د ترقۍ او پرمختګ پر لورچټک ګامونه واخلي

د مهاجرینو چارو وزارت له هېوادوالو غواړي، چې قاچاقبرانو ته د پیسو په ورکولو سره خپل ژوند په خطر کې وانه چوي، ځکه چې نه د قاچاقبر په فطرت کې ريښتينولي شته او نه نور هېوادونه د غیر قانوي کډوالو منلو ته تیار دي، احیاناً که بياهم که څوک په دې وتوانېږي چې بل هېواد ته داخل شي د پولیسو له خوا نيول کېږي او بېرته را ګرځول کېږي، نوغوره دا ده چې، نه نظام ته ستونزې جوړې کړئ او نه خپلې کورنۍ ته او له خپلې کورنۍ سره پاتې شئ .