د مهاجرینو چارو وزارت مرستیال د ترکیې هېواد له سفیر سره لیدنه وکړه

anwari_morr
شنبه ۱۴۰۲/۵/۷ - ۲۰:۴
_

       دمهاجرینو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال الحاج محمد ارسلاح خروټي د ترکیې هېواد له سفیر  ښاغلي جيهاد ارګينای سره په خپل کار په دفتر کې ليدنه وکړه.
        په دې ليدنه کې دواړو لورو ترکیې ته د افغانانو د غير قانوني سفر، هېواد ته د هغوی د ډيپورت کېدو، د غیر قانوني مسافرت د بدیل موندلو او په دې برخه کې د افغانانو د ستونزو پر حل خبرې وکړې.
        ښاغلي خروټي د یادو شوو ستونزو د حل، او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ښو اړیکو د ټینګښت او دوام، د ترکيې او د افغانستان اسلامي امارت د زیربطو ادارو د مسؤلینو تر منځ د ناستو او هوکړې په ترسره کولو ټینګار وکړ.
      دوزارت مرستیال زیاته کړه، چې د افغانانو ډيپورت  د دې ستونزې دایمي حل نه دی، ځکه چې په ورته وخت کې دافغانانو په ډېپورت کولو سره یوشمېر نو رو د غیر قانوني مسافرت له لارې ترکیې ته داخلیږي،  نو په کار ده چی په هر اړخيزه توګه پرې له سره غور وشي، ترڅو يادې ستونزې ته لاره هواره شي.
       خروټي زیاته کړه، یوازې د ډيپورت یا چارټر الوتکې په اړه خبرې به مثبتې پایلې و نه لري او که ترکیه د افغانانو دغیرقانوني سفرو نو د ستونزې د هوارېدو غوښتونکې وي، باید په ګډو ناستوکې په قانوني ډول د کارګرانو د لېږلو په ګډون پر ټولو اړوندو مسایلو خبرې وکړي.
         هغه زیاته کړه، د اسلامي امارت د نور ادارو تر څنګ دا موضوع د مهاجرینو چارو له وزارت سره ډېره تړلې ده او که چیری د دغه وزارت اتشې د فعاليت لپاره په برخه کې د ترکیې له خوانه اقدام وشی، بې له شکه د پام وړ شمېر شته ستونزې به حل شي او لا همغږي به رامنځته شي.
        دترکیې سفیر د خروټي د مطرح شوو نکاتو په تاییدولو سره ژمنه وکړه چې په نږدې راتلونکي کې به ترکیې ته د اسلامي امارت د اړوندو ادارو پلاوي ته د سفر زمینه برابره کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۴:۴۶
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د پکتیا ولایت له مرستیال والي مولوي انعام الله صلاح الدین سره وکتل

په دې لیدنه کې، چې په پکتیا کې د راستنو شویو په اړه خبرې وشوې، مولوي انعام الله صلاح الدین په یاد ولایت کې د راستنو شویو لپاره د قطر لخوا د استوګنې د یوه ښارګوټي د رغنیزو چارو په اړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۳:۴۶
Background image

مهاجرینو چارو وزارت کې دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې له احیای مجدد انصاري برای افغانستان او د کلیو او پرمختیايي پروګرام موسسو سره دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول.
دغه هوکړه لیکونه، چې د یو میلیون ۲۳ زره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۴:۲۴
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت کې نږدې د ۳ میلیونو ډالرو پر ارزښت ۳ هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت او د انکشافي و اجتماعي رازي، بشري صلح سازان افغان، دوستي مردم فرانسه با افغان ها موسسو ترمنځ د ۲ میلیونه ۸۹۸ زره او ۹۴۷ امریکايي ډالرو پر ارزښت د. . .

بېرته خبرونه ته