دکډوالو او راستنېدونکو سرپرست وزير په کابل کې د المان د سفير مرستيال سره وليدل

sadam_morr
پنجشنبه ۱۳۹۹/۷/۳ - ۸:۳۲
789

د کډوالو او راستنېدونکو سرپرست او نوماند وزير نورحمن اخلاقي په کابل کې د المان د سفير مرستيال سره وليدل. په دغه ليدنه کې دواړو لوريو د لا زياتو همکاريو، د بېځايه شوو د اړتياو دپوره کولو،د برنامو موثريت او کډوالو ته د مرستو په وېش يې ټينګار وکړ.

په ليدنه کې اخلاقي و ويل،  په هېواد کې اصلي او اساسي  ستونزه داخلي بېځايه شوي دي، که موږ غواړو کډوال کم کړو، بې له شکه د داخلي بېځايه شوو خلکو وضعيت ته بايد رسيدګي وشي.

سرپرست وزير په داسې حال کې چې د ادارو په زياتې همغږۍ او شفافيت (روڼتيا) ټيڼګار کوي وويل، ددې وزارت کاري ټيم اداري فساد سره مبارزه کوي،چې يو د افغانستان  د اداري ستونزو څخه ده او په دې برخه کې د ټولو نړيوالو ادارو همکاريوته اړتيا ده. زموږ اداره جدي ده او په دې برخه کې ستاسې ملاتړ مهم دی.

په هېواد کې د المان د سفير مرستيال د افغانستان او المان ترمنځ د ښو اړيکو په يادولو سره له افغانستان سره د المان دمرستو او همکاريو له دوام خبر ورکړ او تاوتريخوالی يې د کډوالۍ او داخلي بېځايه کېدو ستر لامل وباله.د کډوالۍ سربېره، هغه کسان چې په هېواد کې د تاوتريخوالی له امله بېځايه شوي دي د مهربانۍ وړ دي او د انساني همدردۍ له مخې ورسره بايد مرستې وشوي.

په ورته وخت کې دواړه لوريو د لاسليک شوي هوکړه ليک له مخې په المان کې د افغان کډوالو د مديريت په برخه کې دعمل کول پر اړتيا ټينګار وکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۸:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت او کډوالۍ نړۍوال سازمان ترمنځ تخنیکي ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مقام د دفتر رییس مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ، د کډوالۍ د نړۍوال سازمان له استازو سره د راستنو شویو او بېځایه شویو وضعیت او ستونزو ته د رسېدنې  او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۳ - ۱۱:۴۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت د زرګونو ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه ‌لیک لاسلیک کړ

د مهاجرینو چارو وزارت له ستاسو غږ موسسې سره د ۷۲ زرو او ۵۷۷ ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌لیک لاسلیک کړ.
دغه پیسې به په ننګرهار کې ۱۱۰کورنیو ته د مسلکي زده‌کړو او مرستو کڅوړو د وېش. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۱۵:۴۱
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت اړوند د کوچیانو چارو د سمون له لوی رییس سره ولیدل.

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت اړوند د کوچیانو چارو د سمون له لوی رییس مولوي بصر صاحبزاده سره ولیدل.
په دغې لیدنه کې اړمنو. . .

بېرته خبرونه ته