د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له مشر سره وکتل
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر نن په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له مشر ښاغلي تورهان صالح سره وکتل.
په دغې ناسته کې، چې راستنو شویو ته د اړتیا وړ خدماتو پر وړاندې کولو خبرې وشوې، په پیل کې ښاغلي صالح وویل، چې د اسلامي امارت تر بریا وروسته په افغانستان کې د نشه يي توکو او اداري فساد پر وړاندې د پام وړ پرمختګونه شوي او زیاته یې کړه، چې د راستنو شویو مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې په موخه د نړۍوالو مرستې ته اړتیا ده.
د نوموړي په وینا، چې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام لخوا په ځينو ولایتونو کې راستنو شویو ته د کاري فرصتونو، سرپناه بیا رغونې او کوچنۍ پراختيايي پروژې پیل شوې، چې پر مټ به یې د راستنو شویو ګڼې ستونزې حل شي.
هغه د خبرو پر دوام څرګنده کړه، چې که څه هم له افغانستان سره د نړۍوالو مرستې کمې شوې، خو بیا هم هڅه کوي، چې د اړتیا وړ مالي سرچینې جلب او له شته امکاناتو په اغېزمن ډول ګټه واخلي.
محترم مولوي عبدالکبیر په هېواد کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام مشر او ورسره مل پلاوي ته ښه راغلاست وویل او د هغوی د هڅو ستاینه یې وکړ.
محترم وزیر زیاته کړه، چې اسلامي امارت د راستنو شویو مهاجرینو لپاره د ملګرو ملتونو له پراختیايي چارو ملاتړ کوي او یادونه یې وکړه، چې په اړوندو برخو کې همکارۍ ته چمتو دي.
نوموړي د راستنو شویو ستونزو ته په اشارې سره وویل، چې د ملګرو ملتونو ادارې دې خپل امکانات د کډوالو د دایمي ستونزو حل ته ځانګړي کړي.
محترم وزیر په ادارو کې له شفافیت څخه یادونه وکړه او څرګنده یې کړه، چې د راستنو شویو لپاره د ښارګوټو رغول اساسي برخه ده.
