کندهار کې۳۴۸ بېځايه شوو کورنيوسره مرسته وشوه

ناپیژنده (not verified)
شنبه ۱۳۹۸/۱/۱۷ - ۹:۴۱
کندهار کې۳۴۸  بېځايه شوو کورنيوسره مرسته وشوه

د خوراک نړيوال سازمان (WFP) او بېړنيو حالاتو دکمټې له لورې د کندهار ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۳۴۸ بېځايه شوو کورنيو سره د تېرې سې شنبې په ورځ د وري په ۱۳مه نغدي او خوراکي موادو مرسته وشوه.

يادې کورنۍ چې د سېلابونو له امله  زيانمنې شوې وې او  ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې  ۱۳ کورنيوهرې کورنۍ  ته د بېړنيو حالاتو د کمېټې له لورې ۱۵۰۰۰ افغانۍ نغدې او دخوراک نړيوال سازمان (WFP) له لورې هرې کورنۍ ته دخوراکي توکو مرسته ووېشل شوه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۸:۵۳
Background image

د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې او د هغوی د چارو د لا ښه تنظیم په موخه، د مهاجرینو چارو وزارت په کوربه‌توب د همغږۍ ناسته ترسره شوه

دغه ناسته، چې د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مسلکي مرستیال مولوي عبدالرحمان راشد په مشرۍ جوړه شوې وه، پکې د بهرنیو چارو وزارت، کورنیو چارو وزارت، عدلیې وزارت، د استخباراتو لوی. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۵:۱
Background image

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ مرستیاله: د بودیجې له زیاتوالي سره به له کډوالو سره مرستې زیاتې شي

پورته ټکی د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ(UNHCR) مرستیالې اغلې وینسا مټر بولي د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د دفتر رییس ښاغلي سعید احمد بنوري سره په لیدنه کې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۴:۴۶
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د پکتیا ولایت له مرستیال والي مولوي انعام الله صلاح الدین سره وکتل

په دې لیدنه کې، چې په پکتیا کې د راستنو شویو په اړه خبرې وشوې، مولوي انعام الله صلاح الدین په یاد ولایت کې د راستنو شویو لپاره د قطر لخوا د استوګنې د یوه ښارګوټي د رغنیزو چارو په اړه. . .

بېرته خبرونه ته