کندهارکی لسگونو بیځایه شویوکورنیو سره مرسته وشوه

anwari_morr
جمعه ۱۳۹۹/۲/۱۹ - ۰:۵۸
قندهار

 کندهارپه ولایت کی د 102 داخلي بیځایه شویو کورنیو سره دغویی په 18نیته، دغذایې او غیري غذایې توکو مرسته وشوه دغه شمیر کورنۍ په دې وروستیو کې د ارزګان او هلمند ولایتونود یو شمیر نا امنه سیمو او کندهار ولایت ریګستان ولسوالۍ څخه د نا امنیو له کبله کندهار ښارته را بیځایه شوې ول، چې د مختلطو ټیمونو له خوا د سروې په جریان کې د مرستو مستحق بلل شوې واود WFP ،UNCHR ، DACAR او Save the Children همکارو ادارو په مالې لګښت ، دثور میاشتی په اتلسمه نیته ،هرې کورنۍ ته 200 کیلو اوړه،25 کیلو دال نخود،18 کیلو غوړي،یوه دانه د اشپزخانی کیټ، یوه دانه صحي کیټ،4 داني شړۍ، یوه دانه د ګازو ډبه اود کوچنیانو له پاره بیسکیټ اود ریګستان ولسوالۍ 67 کورنیو له پاره یو یو دانه خیمه د کډوالو چارو ریاست د استازي په حضور کې وویشل شوې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۲۰:۵۵
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر د کابل د جهادي مدرسې له مهتمم شیخ محمد ابراهیم او شیخ محمد فقیر محمدي سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر نن په خپل کاري دفتر کې د کابل جهادي مدرسې له مهتمم شیخ محمد ابراهیم او شیخ محمد فقیر محمدي سره وکتل.
په پیل کې محترم شیخ محمد. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۰:۲۴
Background image

په ترکیه کې د مېشتو افغان کډوالو استازو د مهاجرینو چارو وزارت له لېږل شوي پلاوي سره وکتل

ترکیې هېواد ته د مهاجرینو چارو وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ، د یاد وزارت او بهرنیو چارو وزارت د لېږل شوي ګډ پلاوي د لیدنو په لړ کې دا ځل د ترکیې په انقره. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۲۱:۱۴
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر له پخوانیو جهادي مشرانو او د تېرې ادارې له مسوولینو سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر نن په خپل کاري دفتر کې له څو تنو پخوانیو جهادي مشرانو او د تېرې ادارې له مسوولینو سره وکتل.

په پیل کې راغلو حاضرینو او مشرانو. . .

بېرته خبرونه ته