په مهاجرینو چارو وزارت کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمه کلیزه ونمانځل شوه

anwari_morr
یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۲۷

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په مسجد کې نن د ماسپښین له لمانځه وروسته د معینانو، رییسانو او د دغه وزارت کارکوونکو په شتون کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمې کلیزې په مناسبت د قرانکریم ختم ځانګړې برنامه ترسره شوه.
د دې وزارت د مهاجرینو په چارو کې د موسسو د همغږۍ رییس محترم شیخ عبدالرحمن رحماني خبرې وکړې او ویې ویل: د مسلمانانو سره د الله ج نصرت دی او د فتحې ورځ د خوشحالۍ ورځ ده، موږ د کافرانو او ظالمانو له منګولو خلاص شوو او دا زموږ لپاره یو لوی نعمت دی او ټول باید د داسې ورځو شکر ایستونکي واوسو.
محترم رحماني د افغانستان خلکو قربانیو ته اشاره وکړه او ویلې ویل: د افغانستان خلکو ټولو غربي قدرتونو ته ماتې ورکړه، چې دا خوشحالي د ټولو لپاره د نیکیو یوه نښه ده او الله ج ټول تجاوزکوونکي کافران او اشغالګر د افغان مسلمانانو مجاهدینو په لاس خوار او ذلیل کړل.
هغه همدارنګه زیاته کړه: د الله ج نعمتونه بې شمېره دي او د کافرانو ماتي او ذلت باید د مسلمانانو لپاره د یو درس په توګه په نظر کې ونیول شي.
نوموړي د افغانستان په تاریخ کې د دې بریا پر اهمیت ټینګار وکړ، په هېواد کې د یرغلګرو په ماتولو کې یې د مسلمان مجاهد ولس د ایمان او عقیدې رول ته اشاره وکړه او د اسلامي ارزښتونو په اړه یې د یووالي او ملاتړ غوښتنه وکړه.
دغه مراسم د شهیدانو روح ته او د ټپیانو ته د بشپړې روغتیا په دعا سره پای ته ورسېدل.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۲۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمه کلیزه ونمانځل شوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په مسجد کې نن د ماسپښین له لمانځه وروسته د معینانو، رییسانو او د دغه وزارت کارکوونکو په شتون کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمې کلیزې په مناسبت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۹:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت په هڅو زابل کې له سلګونو راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په هڅو په زابل کې له سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د خوراکي توکو د وېش په دغې برنامه کې، چې په مرکز قلات کې جوړه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۳۶
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر پکتیکا کې سلګونو راستنو شویو کورنیو ته د خوراکي توکو وېش په برنامه کې ګډون وکړ


د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزير محترم مولوي عبدالكبير نن پکتیكا ته د سفر په ترڅ کې سلګونو راستنو شویو بېوزلو کورنیو ته د خوراکي توکو د وېش په برنامه کې ګډون او وینا وکړه.
په دې. . .

بېرته خبرونه ته