مولوي راشد؛ اصلي بېځايه شوو ته بايد رسيدګي وشي

sadam_morr
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۶/۲۲ - ۱۲:۱۸
-
د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي مرستيال مولوي عبدالرحمن راشد رئيسانو او د بېځايه شوو د دايمي حل لارو رياست د کار کوونکو سره په ناسته کې ټينګار وکړ چې اصلي بېځايه شو ته بايد رسيدګي وشي.
هغه زياته کړه، چې له اړمنو بېځايه شوو سره د ښه چلند په موخه بايد د بېځايه شوو د دايمي حل لارو رياست د کار کوونکو تشکيلات زيات شي او ترڅنګه يې د موسسو د کاري برنامو څخه جدي څارنه وشي.
د وزارت مسلکي مرستيال په ناسته کې،چې د دوشنبې په ورځ د وږي په (۲۱) مه ترسره شوه، د کارکوونکو څخه غوښتنه وکړه، چې خپلې دندې دې د اسلامي عقيدې له مخې په پوره اخلاص ترسره کړي، ځکه د اړمنو خدمت کول د نياوي او اخروي ثوابونه لري.
په ورته وخت کې دبېځايه شوو د دايمي حل لارو رئيس مولوي شمال خان عثماني د بېځايه شوو په اړه معلومات ورکړل، چې د روان کال په جريان شاوخوا (۲۸) زره کورنۍ دخپلو اصلي مېنو څخه بېځايه شوي، له اوو زرو څخه زياتې کورنۍ بېرته خپلو اصلي سيمو ته ستنې شوي او (۱‍۴۳) زره کورنيو سره د يوشمېر ملي او نړيوالو مرستندويه بنسټونو له لورې بشري مرستې ترسره شوي.

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۰:۲۴
Background image

په ترکیه کې د مېشتو افغان کډوالو استازو د مهاجرینو چارو وزارت له لېږل شوي پلاوي سره وکتل

ترکیې هېواد ته د مهاجرینو چارو وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ، د یاد وزارت او بهرنیو چارو وزارت د لېږل شوي ګډ پلاوي د لیدنو په لړ کې دا ځل د ترکیې په انقره. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۲۱:۱۴
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر له پخوانیو جهادي مشرانو او د تېرې ادارې له مسوولینو سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر نن په خپل کاري دفتر کې له څو تنو پخوانیو جهادي مشرانو او د تېرې ادارې له مسوولینو سره وکتل.

په پیل کې راغلو حاضرینو او مشرانو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۵:۱۸
Background image

له څلورو موسسو سره د شاوخوا ۲۰میلونو افغانیو او لسګونو زرو ډالرو پر ارزښت هوکړه لیکونه لاسلیک شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې له کوار، د افغان ماشومانو لپاره د المان کمېټه، بشري خیریه او د کلیو بیا رغونې پرمختیايي برنامې موسسو سره د ۱۹ میلیونو ۹۴۳ زره ۹۳۸ افغانیو او ۶۰. . .

بېرته خبرونه ته