مولوي راشد؛ اصلي بېځايه شوو ته بايد رسيدګي وشي

sadam_morr
Tue, Sep 13 2022 12:18 PM
-
د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي مرستيال مولوي عبدالرحمن راشد رئيسانو او د بېځايه شوو د دايمي حل لارو رياست د کار کوونکو سره په ناسته کې ټينګار وکړ چې اصلي بېځايه شو ته بايد رسيدګي وشي.
هغه زياته کړه، چې له اړمنو بېځايه شوو سره د ښه چلند په موخه بايد د بېځايه شوو د دايمي حل لارو رياست د کار کوونکو تشکيلات زيات شي او ترڅنګه يې د موسسو د کاري برنامو څخه جدي څارنه وشي.
د وزارت مسلکي مرستيال په ناسته کې،چې د دوشنبې په ورځ د وږي په (۲۱) مه ترسره شوه، د کارکوونکو څخه غوښتنه وکړه، چې خپلې دندې دې د اسلامي عقيدې له مخې په پوره اخلاص ترسره کړي، ځکه د اړمنو خدمت کول د نياوي او اخروي ثوابونه لري.
په ورته وخت کې دبېځايه شوو د دايمي حل لارو رئيس مولوي شمال خان عثماني د بېځايه شوو په اړه معلومات ورکړل، چې د روان کال په جريان شاوخوا (۲۸) زره کورنۍ دخپلو اصلي مېنو څخه بېځايه شوي، له اوو زرو څخه زياتې کورنۍ بېرته خپلو اصلي سيمو ته ستنې شوي او (۱۴۳) زره کورنيو سره د يوشمېر ملي او نړيوالو مرستندويه بنسټونو له لورې بشري مرستې ترسره شوي.

 

Latest news

BACK TO NEWS