مهاجرینو چارو وزارت کې د (٢٠٢٢-PPA) برنامې د فعالیيتونو د چټکتياپه موخه ناسته ترسره شوه

sadam_morr
پنجشنبه ۱۴۰۱/۹/۳ - ۱۲:۱۰
-
د مهاجرینو چارو وزارت د پلان او پالېسۍ د رییس مولوي محمود الحق احدي په مشر ۍ د (٢٠٢٢-PPA) برنامې د فعالیتو د چټکتیا په موخه د لیندۍ په (٣) مه ناسته تر سره شوه.
په دغه ناسته کې چې د یادې برنامې د کارکوونکو په ګډون تر سره شوه، د پلان او پالېسۍ ريیس مولوي محمود الحق احدي د تر سره شوو او نا تر سره شوو فعالیتونو په اړه خبرې وکړې او دهغو برخو د کار کوونکو څخه یې مننه وکړه، چې خپل فعالیتونه یې په بریالیتو ږب سره تر سره کړي دي.
وروسته د وزارت د برنامو ارشد مدیر انجينر محمد اجمل دنا ترسره شوو فعالیتونو په اوسني او راتلونکي کار او د پلان د منفي اغېزو په اړه خبرې وکړې او په برنامې کې د شاملو کار کوونکو څخه یې غوښتنه وکړه،چې اړونده فعالیتونه دې د لومړيتوب او اهمیت له مخې په ټاکلي وخت اوځای کې تر سره کړي.
هغه همدارنګه د برنامې د ګډونوالو څخه غوښتنه وکړه،چې دشته نیمګړتیاوو د حل او راتلونکي لپاره خپل نظریات او وړاندیزونه په لیکلي بڼه شریک کړي.
ناسته د ډاکټر فواد الحق چې د راپور ورکولو او د صفت الله په خبرو چې د ډيټابیس په اړه یې معلومات ورکړل پای ته ورسېده.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۴:۴۶
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د پکتیا ولایت له مرستیال والي مولوي انعام الله صلاح الدین سره وکتل

په دې لیدنه کې، چې په پکتیا کې د راستنو شویو په اړه خبرې وشوې، مولوي انعام الله صلاح الدین په یاد ولایت کې د راستنو شویو لپاره د قطر لخوا د استوګنې د یوه ښارګوټي د رغنیزو چارو په اړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۳:۴۶
Background image

مهاجرینو چارو وزارت کې دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې له احیای مجدد انصاري برای افغانستان او د کلیو او پرمختیايي پروګرام موسسو سره دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول.
دغه هوکړه لیکونه، چې د یو میلیون ۲۳ زره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۴:۲۴
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت کې نږدې د ۳ میلیونو ډالرو پر ارزښت ۳ هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت او د انکشافي و اجتماعي رازي، بشري صلح سازان افغان، دوستي مردم فرانسه با افغان ها موسسو ترمنځ د ۲ میلیونه ۸۹۸ زره او ۹۴۷ امریکايي ډالرو پر ارزښت د. . .

بېرته خبرونه ته