له ۲۰۱۲ کال څخه تر اوسه د افغان کډوالو دشمېرنې په اړه ديوې ساحوي څېړنې پايلې له رسنيوسره شريکې شوې

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۳۹۸/۴/۳ - ۱۳:۱
l

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير سيد حسين عالمي بلخي او په افغانستان کې دکډوالۍ نړيوال سازمان د دفتر رئيس لورانس هارت د افغان کډوالو د شمېرنې په اړه د يوې ساحوې څېړنې پايلې په يوه خبري ناسته کې له رسنيوسره شريکې کړې.

ښاغلي بلخي د تېرې يکشنبې په ورځ د چنګاښ په ۲مه د حکومت د رسنيو په مرکز کې وويل، دغه شمېرې په کليو او بانډو کې له  ۶۴ زره او ۱۸۶ کسانوسره دمرکو په پايله کې لاسته راغلي، چې دکډوالو چارو وزارت او همکارې موسسې دکره شمېرو له مخې  راستنېدونکو او اړمنو کورنيو سره مرستې کوي، ځکه چې د راستنېدونکو او بېځايه شوو  د کره شمېرو په اساس موسسات کولای شي خپل پروګرامونه اړمنو کورنيو ته په رڼه توګه برابر کړي.

 

بلخي وويل، دغه څېړنه په ۳۴ ولايتونو، ۳۹۰ ولسواليو او ۱۱ زره ۴۴۳ قريوکې ترسره شوې، چې دهغه په اساس له ۲۰۱۲ کال څخه تر د ۲۰۱۸ کال اخر پورې ۲ ميليونه ۲۹۱ زره ۵۸۴ تنه له هېواده کډوال شوي  او ۳ميليونه ۲۲۵ زره ۳۸۰ تنه بېرته خپل هېواد ته راستانه شوي. همدارنګه په ياده موده کې د بېځايه شوو شمېر ۳ميليونه ۹۵۷ زره او ۶۱۴ تنو ته رسيږي. 

دهغه په خبره، دکډوالو پر، پرتله د راستنېدونکو لوړه شمېره ښيي چې افغانان په خپل هېواد کې ژوند کولو ته لومړيتوب ورکوي او د دوامداره سولې په راتلو او دجنګ له منځه تلو له امله به کډوال خپل هېواد ته راستانه شي.

په افغانستان کې د کډوالۍ نړيوال سازمان(IOM )  رئيس ددغې بنسټيزې ارزونې موخه د بېځايه شوو تعقيب يادکړ  او ويې ويل، چې په دغه ارزونې سره کولای شو دنفوسو د اټکل، د بېځايه شوو او راستنېدونکو ټولنو دموقعيت وېش، کډوالو، پناه غوښتونکو،کوچانواو همدارنګه په کوردننه او بهر د کاګرو کډوالو په اړه کره معلومات ولرو.

په افغانستان کې د بېځايه شوو د تعقيب سيستم چې دکډوالۍ نړيوال سازمان له لورې پرمخ وړل کېږي دکډوالو چارو وزارت او همکارې موسسې دې ته هڅوي چې ترڅو اړمنوسره مرستې اکثرو ته ورسيږي او دقيقه لومړيتوب بندي ترسره شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۸:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت او کډوالۍ نړۍوال سازمان ترمنځ تخنیکي ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مقام د دفتر رییس مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ، د کډوالۍ د نړۍوال سازمان له استازو سره د راستنو شویو او بېځایه شویو وضعیت او ستونزو ته د رسېدنې  او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۳ - ۱۱:۴۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت د زرګونو ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه ‌لیک لاسلیک کړ

د مهاجرینو چارو وزارت له ستاسو غږ موسسې سره د ۷۲ زرو او ۵۷۷ ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌لیک لاسلیک کړ.
دغه پیسې به په ننګرهار کې ۱۱۰کورنیو ته د مسلکي زده‌کړو او مرستو کڅوړو د وېش. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۱۵:۴۱
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت اړوند د کوچیانو چارو د سمون له لوی رییس سره ولیدل.

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت اړوند د کوچیانو چارو د سمون له لوی رییس مولوي بصر صاحبزاده سره ولیدل.
په دغې لیدنه کې اړمنو. . .

بېرته خبرونه ته