د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي معین د لغمان ولایت، سرخکان ساحې له موقتي کمپ څخه لیدنه وکړه.

anwari_morr
یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۵:۲۷
-
محترم الحاج مولوي عبدالرحمن راشد، د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي معین او د کډوالو د ستونزو د حل عالي کمېسیون د موقتي اسکان کمېټې رئیس، د خپل سفر پر مهال لغمان ولایت، سرخکان سیمه کې له موقتي کمپ څخه لیدنه وکړه.
محترم راشد سره په دې لیدنه کې، د لغمان ولایت د کډوالو چارو رئیس غلام رحمن بلال، او د یادې کمېټې غړي ملګري وو.
د لغمان د کډوالو رئیس د کمپ په اړه لازم معلومات محترم راشد ته وړاندې کړل او شته ستونزې یې د حل په موخه ورسره شریکې کړې.
هیئت د کمپ ټولې ستونزې په دقت سره ثبت کړې او ډاډ یې ورکړ چې ژر تر ژره به د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) ته د حل او فصل لپاره وړاندې شي.
د یادونې وړ ده چې د یادې کمېټې غړو د لغمان مرستیال والي، مفتي محمد یوسف جمالزي سره هم په خپل دفتر کې ولیدل او د تازه راستنو شویو کورنیو د موقتي اسکان په اړه یې ورسره خبرې وکړې.
د لغمان مرستیال والي دوی ته ښه راغلاست ووایه او د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ یې ورکړ.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۲:۴۲
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت له همکارو موسسو سره نږدې د یو میلیون امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ درې هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت راستنو شویو او بېځایه شویو ته په هېواد کې د زده‌کړو او کاري زمینې برابرولو په موخه، له سازمان خدمات مهاجرین، بشري صلح سازان افغان او سازمان شرکای. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۵:۱۷
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر په خپل کاري دفتر کې د دایکندي له والي مولوي تورجان سره وکتل

په دغې ناسته کې، چې په دایکندي کې د کډوالو چارو ته د رسېدنې په اړه خبرې وشوې، ښاغلي مولوي تورجان وویل، چې تر دې دمه په یاد ولایت کې نږدې ۱۰ زره راستانه شوي هېوادوال ثبت او له ځینو سره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۳:۲۲
Background image

کډوالو ته د چوپړتیاوو د ښه‌والي په موخه د همکارۍ دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

له راستنېدونکو او بېځایه شویو څخه د ملاتړو برنامو د پراختیا په موخه، د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت له موسسه کانادایي برای اطفال متاثر از جنګ او پرورش جامعه پایدار و خلاق موسسې. . .

بېرته خبرونه ته