د پنجشير ولايت اړمنو خلکو او داخلي بې ځايه شويو سره د مرستو او ستونزو د حل په موخه د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په مشرۍ يو ګډ پلاوي دی ولايت ته سفر وکړ

sadam_morr
دوشنبه ۱۴۰۰/۷/۱۹ - ۱۷:۵۷
____________

1400کال، تلې، 18مه، کابل؛افغانستان

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ‌د داخلي بې ځايه شويو د دايمي حل رئيس مولوی شمال خان عثماني په مشري يو پلاوي، چې د دې وزارت مطبوعاتو رئيس مفتي عبدالمطلب حقاني، د دعوت او وزارت غړي مولوي محب الله مخلص، د پروان ولايت د استخبارتو مسؤل مولوي صديق الله او يو شمېر نورو غړو يې ملتيا کوله؛ پنجشير ولايت ته سفر وکړ.

د پنجشير ولايت مرستيال والي مولوي روح الله د دغه پلاوي د راتګ څخه مننه وکړه او وويل: ددې ولايت اوسېدونکي د افغانستان اسلامي امارت له مرستو څخه ډېر خوشحاله دي.

نوموړی د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مرستې ډېرې ګټورې وبللې او د خلکو مشکلاتو ته په کتو يې د مرستو په برخه کې، د ياد وزارت د لا توجو غوښته وکړه.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت، د داخلي بې ځايه شويو د دايمي حل د چارو رئيس مولوي شمال خان عثماني وويل: اوس لپاره يواځی د (500) کورنيو مرستې دې ولايت ته لېږل شوي، چې له دې ډلې (89) کورنيو ته مرستې ویشل شوي او (411) کورنيو ته به نن وويشل شي.

د هغه په وينا، په دغه مرستو کې (50) کيلو وړه، (20) کيلو وريجې، دوه کمپلې، دوه جمپری او د خوراکي توکو يو کيټ شامل دی.

نوموړي همدارنګه د پنجشير ولايت د مسؤلينو او خلکو ستونزې وارېدلی او د ژر حل کېدو ډاډ يې ورکړ.

د دعوت او ارشاد وزارت غړي، مولوي محب الله مخلص د پنجشير د مرستو د دوام په اړه وويل: زموږ مرستې به دوام لري او ګډ پلاوي هڅه کوي د نورو موسساتو کمکونه د دې ولايت لرو پرتو سيمو ته ورسوي.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۴:۴۶
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د پکتیا ولایت له مرستیال والي مولوي انعام الله صلاح الدین سره وکتل

په دې لیدنه کې، چې په پکتیا کې د راستنو شویو په اړه خبرې وشوې، مولوي انعام الله صلاح الدین په یاد ولایت کې د راستنو شویو لپاره د قطر لخوا د استوګنې د یوه ښارګوټي د رغنیزو چارو په اړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۳:۴۶
Background image

مهاجرینو چارو وزارت کې دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې له احیای مجدد انصاري برای افغانستان او د کلیو او پرمختیايي پروګرام موسسو سره دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول.
دغه هوکړه لیکونه، چې د یو میلیون ۲۳ زره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۴:۲۴
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت کې نږدې د ۳ میلیونو ډالرو پر ارزښت ۳ هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت او د انکشافي و اجتماعي رازي، بشري صلح سازان افغان، دوستي مردم فرانسه با افغان ها موسسو ترمنځ د ۲ میلیونه ۸۹۸ زره او ۹۴۷ امریکايي ډالرو پر ارزښت د. . .

بېرته خبرونه ته