د مهاجرینو چارو وزیر پکتیا کې بېوزلو راستنو شویو کورنیو ته د خوراکي توکو د وېش برنامه کې ګډون وکړ
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالكبير پکتیا ته د سفر په ترڅ کې، بېوزلو راستنو شویو کورنیو ته د خوراکي توکو د وېش په برنامه کې ګډون او وینا وکړه.
نوموړي وویل، چې افغانان د دین ساتنې او اسلامي نظام د راتګ لپاره کډوالۍ ته اړ او د جهاد سپېڅلې لار یې ونیوله.
هغه له افغان کډوالو سره له شویو مرستو مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې افغان کډوال د کوربه هېوادونو پر اوږو بار نه وو او افغانانو خپلې ستونزې تر ډېره پخپله حل کړې دي.
محترم وزیر وویل: افغان کډوال خپلو لویو موخو ته، چې د اشغال له منځه وړل او د اسلامي نظام راتګ و، رسېدلي دي.
همدارنګه نوموړي زیاته کړه، چې د اسلامي امارت د واکمنۍ له پیله تر دې دمه د اتو میلیونو په شاوخوا کې افغانان له ګاونډویو هېوادونو راستانه شوي او دا لړۍ لا هم دوام لري.
نوموړي وویل، چې اسلامي امارت د راستنو شویو هېوادوالو ستونزو ته متوجه دی او تر دې دمه زرګونو راستنو شویو ته د استوګنې نومرې وېشل شوې او تمه کېږي، چې ټولو اړمنو ته د سرپناه لپاره ځمکه ورکړل شي.
محترم مولوي عبدالکبیر د لا ډېرو خوراکي توکو د وېش یادونه وکړه او زیاته یې کړه، چې له اړوندو بنسټونو سره ۲۶ زرو نورو کورنیو ته د مرستو په چمتو کولو بوخت دي.
هغه د خپلو خبرو په پای کې د امه په ګډون د ټولو خیریه بنسټونو له همکارۍ مننه وکړه او د نړۍ پر مسلمانانو یې غږ وکړ، چې له اړمنو افغانانو سره همکارۍ او مرستې وکړي.
د خوراکي توکو د وېش یاده لړۍ د امه خیریه بنسټ په ملاتړ او مهاجرینو چارو وزارت په هڅو پیل او تر دې دمه په پکتیا او لوګر کې بشپړه شوې. ټاکلې ده، چې دغه لړۍ نورو پینځو ولایتونو ته هم وغځېږي.
دغه مرستې په هر ولایت کې زرو کورنیو ته وېشل کېږي، چې پکې ۲۵ کیلو وریجې، ۱۰ کیلو لوبیا، ۱۰ کیلو نخود، ۵۰ کیلو اوړه، ۲۰ کیلو بوره او ۱۵ لېټره غوړي شامل دي.
