د مهاجرینو چارو وزیر د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ له رییس سره وکتل
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر نن د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ له رییس عرفات جمال سره وکتل.
په دغې لیدنه کې، چې د افغان کډوالو ستونزو ته د رسېدنې او د کډوالو له کوربه هېوادونو سره د څو اړخیزو ناستو په اړه خبرې وشوې، ښاغلي عرفات جمال وویل، ټاکل شوې په راتلونکې اکټوبر میاشت کې په سویس کې د یوې نړۍوالې غونډې په ترڅ کې د افغان کډوالو ستونزو ته د رسېدنې او د جبري اېستلو په اړه خبرې وشي.
نوموړي زیاته کړه، چې یاده کمېشنرۍ له ایران سره د افغان کډوالو ستونزو ته د رسېدنې په موخه د درې اړخیزې ناستې پر سر سلا شوې او په نیږدې راتلونکي کې به په کابل کې د ایران، ملګرو ملتونو او اسلامي امارت د استازو په ګډون ناسته وشي.
هغه وویل، چې ملګرو ملتونو د افغان کډوالو د ستونزو حل او لاس نیوي په موخه هڅې پیل کړې او د اړتیا وړ مالي امکاناتو د جلب لپاره پلان چمتو شوی دی.
محترم مولوي عبدالکبیر په افغانستان کې له کډوالو سره د ملګرو ملتونو له مرستو مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې په سختو شرایطو کې له راستنو شویو سره اړینې مرستې او همکارۍ شوې دي.
نوموړي د افغان کډوالو په هکله څلور اړخیزې او درې اړخيزې ناستې اغېزمنې وبللې او زیاته یې کړه، چې اسلامي امارت د کډوالو د ستونزو د حل په موخه له ټولو هڅو ملاتړ کوي.
د هغه پر وینا، چې تر دې دمه د افغان کډوالو او راستنو شویو لپاره ګڼ پلانونه عملي شوي او د هر راز همکارۍ د جلب لپاره ظرفیت رامنځته شوی دی.
