د مهاجرینو چارو وزارت او څلورو موسسو ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیکونه لاسلیک شول

sadam_morr
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۲ - ۱۲:۳۹
-

د ۳سوه او ۴۲ زره او ۳ امریکايي ډالرو په ارزښت، د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت او د ټولنې د پیاوړتیا، د علمي څیړنې او د ټولنې پراختیا، په اسیا کې د نړۍ د ټولنیزو خدمتونو او د جګړې له امله د زیانمن شویو ماشومانو لپاره د کاناډا موسسې ترمنځ د همکارۍ څلور هوکړه لیکونه لاسلیک شول.

د دغو هوکړه لیکونو پر بنسټ، د ټولنې پياوړتيا موسسه به د حقوقي خدمتونو په برخه کې ٢٠٠ زره ډالره، د روزنيزو غونډو په جوړولو، د بيامېشتېدنې د خدمتونو په برخه کې د پنځو مرستندويه ټيمونو په جوړولو او په کابل، هرات، بلخ، ننګرهار او بامیانو ولايتونو کې زرو تنو ته د حقوقي برخو اړوند د روزنې په برخه کې لګوي.

په اسیا کې د نړۍ د ټولنيزو خدمتونو موسسه به په ننګرهار ولايت کې له ۴۱۰ کورنيو سره په دوو پلاوو کې د يو لک ۴۳ زره او ۶۳۶ ډالرو نغدي مرستې ووېشي، د جګړې له امله د زيانمنو شويو ماشومانو لپاره د کاناډا موسسه به د ۸۷ زره او ۵۶۷ ډالرو په ارزښت په ننګرهار ولایت کې ۲۰۰ کورنیو سره د ګنډلو وسایلو، د خامو موادو او د سوداګرۍ د پراختیا په پار مرسته کوي.

دغه راز د علمي څېړنې او ټولنې د پراختیا موسسه د ۵۳ زره ډالرو په ارزښت په کابل، کندز او بغلان ولایت کې ۲۴۰ تنو ته د ژمنیو جامو د وېش لړۍ پیلوي.

دا هوکړه ليکونه د وزارت د مسلکي مرستيال مولوي عبدالرحمن راشد او د پورته موسسو د استازو له خوا لاسليک شول.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۴:۴۶
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د پکتیا ولایت له مرستیال والي مولوي انعام الله صلاح الدین سره وکتل

په دې لیدنه کې، چې په پکتیا کې د راستنو شویو په اړه خبرې وشوې، مولوي انعام الله صلاح الدین په یاد ولایت کې د راستنو شویو لپاره د قطر لخوا د استوګنې د یوه ښارګوټي د رغنیزو چارو په اړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۳:۴۶
Background image

مهاجرینو چارو وزارت کې دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې له احیای مجدد انصاري برای افغانستان او د کلیو او پرمختیايي پروګرام موسسو سره دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول.
دغه هوکړه لیکونه، چې د یو میلیون ۲۳ زره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۴:۲۴
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت کې نږدې د ۳ میلیونو ډالرو پر ارزښت ۳ هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت او د انکشافي و اجتماعي رازي، بشري صلح سازان افغان، دوستي مردم فرانسه با افغان ها موسسو ترمنځ د ۲ میلیونه ۸۹۸ زره او ۹۴۷ امریکايي ډالرو پر ارزښت د. . .

بېرته خبرونه ته