د مهاجرينو چارو وزارت کې د پالېسۍ او استراتېژۍ د جوړو لو په موخه ناسته ترسره شوه

anwari_morr
یکشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۲ - ۱۰:۵۶
-

د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت کې د پالېسۍ او استراتېژۍ د جوړولو په موخه يکشنبه دسلواغې په (۲) مه د يوشمېر رئيسانو، سلاکارانو او متخصصينو په شتون کې ناسته ترسره شوه. په ناسته کې، چې د پلان او پالېسۍ د رئيس قاري احمدالله په مشرۍ ترسره شوه، ګډنوالو د پالېسۍ او استراتېژۍ د وړانديز شوي متن په اړه خبرې وکړې او په پاي کې د متن په اړينو برخو کې د سمون په موخه لازم نظرونه وړاندې شول چې په ذکر شوي متن کې به شامل شي.

تر دې وړاندې د وزارت مقام د حکم پر اساس د وزارت د پالېسۍ او استراتېژۍ د بيا کتنې او ارزونې په موخه يوه کمېټه ټاکل شوې وه، دغه کمېټې د وزارت د پالېسۍ استراتېژۍ وړانديز شوی متن د وزارت د پلان او پالېسۍ رياست سره په همغږۍ د مرکزي او ولايتي رياستونو او آمريتونو د نظرياتو په نظر کې نيولو سره چمتوکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۴:۴۶
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د پکتیا ولایت له مرستیال والي مولوي انعام الله صلاح الدین سره وکتل

په دې لیدنه کې، چې په پکتیا کې د راستنو شویو په اړه خبرې وشوې، مولوي انعام الله صلاح الدین په یاد ولایت کې د راستنو شویو لپاره د قطر لخوا د استوګنې د یوه ښارګوټي د رغنیزو چارو په اړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۳:۴۶
Background image

مهاجرینو چارو وزارت کې دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې له احیای مجدد انصاري برای افغانستان او د کلیو او پرمختیايي پروګرام موسسو سره دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول.
دغه هوکړه لیکونه، چې د یو میلیون ۲۳ زره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۴:۲۴
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت کې نږدې د ۳ میلیونو ډالرو پر ارزښت ۳ هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت او د انکشافي و اجتماعي رازي، بشري صلح سازان افغان، دوستي مردم فرانسه با افغان ها موسسو ترمنځ د ۲ میلیونه ۸۹۸ زره او ۹۴۷ امریکايي ډالرو پر ارزښت د. . .

بېرته خبرونه ته