د مهاجرينو چارو وزارت کې د بېځايه شوو د ملي پالېسۍ د تعديل او سمون په موخه درېمه ناسته ترسره شوه

anwari_morr
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۰/۶ - ۱۲:۱۵
-

دغه ناسته د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت کې د مرغومي په (۶) مه ترسره شوه، چې پکې د بېځايه شوو د ملي پالېسۍ د تعديل او سمون په موخه د ملي او نړيوالو مرستندويه بنسټونو سره نظرونه او وړانديزونه شريک شول.

د مهاجرينو چارو وزارت مسلکي مرستيال مولوي عبدالرحمن راشد وويل،د مهاجرينو چارو وزارت د مرستندويه بنسټونو سره په ګډه د ټولنې د اړمنو وګړو په خدمت کې دی،چې په تېرو څلوېښتو کلونوکې د اشغال، جګړو او نا امنيو په پايله کې خپل کور، مال او وطن له لاسه وکړی دی.

هغه زياته کړه، دا چې مرستندويه بنسټونه اړمنو کورنيو ته د خدماتو رسولو په برخه کې مهم رول لري نو ددې پالېسۍ د تعديل او سمون لپاره د دوی نظرونه او وړانديزونه مهم او اغېزمن دي.

په دې ناسته کې،چې د مهاجرينو چارو وزارت يوشمېر چارواکو، رئيسانو، مسؤلينو او د ملي او نړيوالو بنسټونو استازو ګډون کړی و، لومړی د مهاجرينو چارو وزارت د استازي له لورې د بېځايه شوو د ملي پالېسۍ په اړه ګډنوالو ته معلومات وړاندې شول، د يادې پالېسۍ د تعديل د څرنګوالي په اړه خبرې وشوې او د مرستندويه موسسو نظرونه واخيستل شول.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۴:۴۶
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د پکتیا ولایت له مرستیال والي مولوي انعام الله صلاح الدین سره وکتل

په دې لیدنه کې، چې په پکتیا کې د راستنو شویو په اړه خبرې وشوې، مولوي انعام الله صلاح الدین په یاد ولایت کې د راستنو شویو لپاره د قطر لخوا د استوګنې د یوه ښارګوټي د رغنیزو چارو په اړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۳:۴۶
Background image

مهاجرینو چارو وزارت کې دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې له احیای مجدد انصاري برای افغانستان او د کلیو او پرمختیايي پروګرام موسسو سره دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول.
دغه هوکړه لیکونه، چې د یو میلیون ۲۳ زره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۴:۲۴
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت کې نږدې د ۳ میلیونو ډالرو پر ارزښت ۳ هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت او د انکشافي و اجتماعي رازي، بشري صلح سازان افغان، دوستي مردم فرانسه با افغان ها موسسو ترمنځ د ۲ میلیونه ۸۹۸ زره او ۹۴۷ امریکايي ډالرو پر ارزښت د. . .

بېرته خبرونه ته