د خوګیاڼو ولسوالۍ له علماو، مخورو او قومي مشرانو سره ناسته ترسره شوه

anwari_morr
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۹/۱۴ - ۲۰:۴۲
_

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر الحاج خلیل الرحمن حقاني ننګرهار ولایت ته د خپل سفر پرمهال د خوګیاڼو ولسوالۍ له علماو، مخورو او قومي مشرانو سره په داسې حال کې ولیدل، چې ددغه ولایت مرستیال مولوي محمد سعید بنوري، د عامې روغتیا رئیس مولوي امین الله او د مهاجرینو چارو رئیس حاجي بازمحمد یې هم ملتیا کوله
د مهاجرینو چارو وزیر په خپلو خبرو کې وویل: د خوګیاڼو قومونو د هر اشغال په مقابل کې بېسارې قربانۍ ورکړي او اوسنی امنیت او اسلامي نظام ددغه سترو قربانيو ثمره ده
نوموړي د قومونو په یووالي او اتفاق ټینګار وکړ او له ولسونو یې وغوښتل، چې راستنېدونکو مهاجرینو سره په هره برخه کې چې وسه یې ولري مرسته وکړي او د هغوی لاسنیوی وکړي
قومي مشرانو خوګیاڼو ولسوالۍ ته په ورتګ له ښاغلي حقاني خوښي څرګنده کړه او خپلې ستونزې او مشکلات یې ورسره شریک کړل
د مهاجرینو چارو وزیر ډاډ ورکړ، چې ستونزې به یې له اړوندو ارګانونو سره شریکې او د حل لپاره به یې هلې ځلې وکړي

-

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۴:۴۶
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د پکتیا ولایت له مرستیال والي مولوي انعام الله صلاح الدین سره وکتل

په دې لیدنه کې، چې په پکتیا کې د راستنو شویو په اړه خبرې وشوې، مولوي انعام الله صلاح الدین په یاد ولایت کې د راستنو شویو لپاره د قطر لخوا د استوګنې د یوه ښارګوټي د رغنیزو چارو په اړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۳:۴۶
Background image

مهاجرینو چارو وزارت کې دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې له احیای مجدد انصاري برای افغانستان او د کلیو او پرمختیايي پروګرام موسسو سره دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول.
دغه هوکړه لیکونه، چې د یو میلیون ۲۳ زره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۴:۲۴
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت کې نږدې د ۳ میلیونو ډالرو پر ارزښت ۳ هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت او د انکشافي و اجتماعي رازي، بشري صلح سازان افغان، دوستي مردم فرانسه با افغان ها موسسو ترمنځ د ۲ میلیونه ۸۹۸ زره او ۹۴۷ امریکايي ډالرو پر ارزښت د. . .

بېرته خبرونه ته