حقدار ته د حق په سپارلو کې د هیچا لحاظ مه کوئ

anwari_morr
جمعه ۱۴۰۲/۹/۱۰ - ۱۲:۵۳
-

پورته خبره د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست الحاج خلیل الرحمان حقاني پکتیا ولایت ته د خپل سفر پرمهال له قومي مخورو او مشرانو سره په ناسته کې وکړه
په یاده ناسته کې، چې د پکتیا ولایت، ګردې څېړۍ ولسوالۍ کې د قومونو د خپل منځي شخړو د حل په موخه جوړه شوې وه، د مهاجرینو چارو وزیر وویل، د شخړو د ختمولو لپاره دوه لارې، یوه محکمه او بله صلح ده
صلح د افغاني کلتور او عنعناتو یوه ستره برخه ده او هیڅ پریکړه باید د شریعت سره په ټکر کې نه وي
په دغه ناسته کې د ګردې څېړۍ ولسوالۍ اړوند دوه قومونو، سرانې او خانخېل د خپلې شخړې د ختمولو په موخه واک او اختیار د ښاغلي حقاني په مشرۍ قومي مشرانو ته وسپاره، چې ژر به یې ستونزه حل او دواړو لوریو ته به پریکړه اعلان شي

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۸/۱ - ۱۲:۵۵
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر د خوست له والي سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر نن په خپل کاري دفتر کې د خوست له والي محترم مولوي عبدالرحمن حقاني سره وکتل.
په دغې لیدنه کې، چې په خوست کې د راستنو شویو . . .

جمعه ۱۴۰۵/۸/۱ - ۱۱:۵۵
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت پلاوي په ترکیه کې د افغانستان اسلامي امارت له سفیر سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ، د یاد وزارت او بهرنیو چارو وزارت ګډ پلاوي ترکیې ته د سفر په لړ کې تېره ورځ د افغانستان اسلامي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۱۰
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت پلاوی د کډوالو ستونزو ارزولو په موخه ترکیې په سفر لاړ

د وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ یو پلاوی د کډوالو او بندیانو ستونزو ارزولو په موخه ترکیې ته په سفر لاړ.
دغه پلاوی به د ترکیې هېواد له چارواکو او د افغان. . .

بېرته خبرونه ته