معلوماتو ته د لاسرسي کمېسيون: د کډوالو چارو وزارت د ويب سايټ فعاليت په برخه کې د دولتي ادارو په سرکې ځای لري

sadam_morr
Tue, Jul 30 2019 8:37 AM


معلوماتو ته د لاسرسي کمېسيون رييس عين الدين بهادري او کمېشنرې آغلې زهرا موسوي د کډوالو چارو وزير سره په ليدنه کې وويل، د دوی د ارزونې پر بنسټ د کډوالو چارو وزارت د يو غوره ويب سايټ لرونکی دی او د ويب سايټ د فعاليت له امله د دولتي ادارو په سرکې ځای لري.

ياده ليدنه د تېرې دوشنبې په ورځ د زمري په ۷مه په دغه وزارت کې ترسره شوه دواړو لوريو د ياد ادارو په لا زياتې همغږۍ، معلوماتوته د خلکو په لاسرسي او په مرکز او ولايتونو کې د کډوالو چارو وزارت د اطلاع رسونې د برخې پر فعالېدو خبرې وشوې.

د ياد کمېسيون مسولينو د کډوالو وزارت ويب سايټ ، پراخو او پر وخت فعاليتونو ته په اشارې سره په مرکز کې د اطلاع رسونې د يو مرکز او په ولايتونو کې د اطلاع رسونې مرکزونو ته د يو کس په  ورپېژندلو ټينګار وکړ او له کډوالو چارو وزارت څخه يې په دغه برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

د کډوالو چارو وزير  د اطلاع رسونې په برخه کې د دغه وزارت هڅو ته په اشارې سره وويل، د کډوالو چارو وزارت معلوماتو ته د لاسرسي کمېسيون له پيل څخه تر اوسه له هغې ادارې سره همغږی، د اطلاع رسونې برخه فعاله  او مسول کس غوښتونکو ته معلومات وړاندې کړي دي.

هغه په ۳۴ ولايتونو کې د اطلاع رسونې د برخې د فعالولو په موخه د هر اړخيزې همکارۍ اعلان وکړ او له کمېسيون څخه يې وغوښتل، چې د خلکو او پارلمان سره د ښو اړيکو په رامنځ ته کولو او د ادارو د فعاليتونو په ځانکړې توګه د کډوالو چارو وزارت څخه د افغانستان خلکو ته معلومات ورکړي.

 

 

 

Latest news

BACK TO NEWS