د قران کرین حفظ کول لوی فضیلت دی، خو اصلي هدف د قرانکریم له لارښوونو سره برابر ژوند دی

sadam_morr
Fri, Oct 04 2024 8:32 PM
-


 د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر ښاغلي الحاج خلیل الرحمن حقاني د پکتیا ولایت په شواک او برمخیلو ولسوالۍ کې د عبدالله بن مسعود مدرسې د حافظانو د فراغت په مراسمو کې وویل:
 د قرآن کریم حفظ کول یو لوی فضیلت دی، خو د قران کریم له نزول څخه لومړنی هدف پر قراني لارښوونو عمل او د شریعت او اسلام پر لاره ژوند کول دي.
 ښاغلي حقاني د دغه ښوونځي زده کوونکو ته په خطاب کې زیاته کړه، چې ټول باید دیني او عصري علوم زده کړي، چې یو باثباته افغانستان ولرو او د هر ډول یرغل پر وړاندې د خپل ځان دفاع وکولی شو.
 دغه راز د مهاجرینو چارو وزیر خلک د دیني مسایلو مطالعې ته راوبلل.
 په دې پروګرام کې شیخ القران و الحدیث صالح محمد فقیر او مولانا سید جمال د پکتیا ولایت د علماوو او امربالمعروف رییسانو هم ګډون کړی و.

Latest news

BACK TO NEWS