د راستنیدونکو اړتیاوو ته د رسېدنې په موخه د هر اړخیز پلان ناسته وشوه.

sadam_morr
Fri, Mar 01 2024 8:19 PM
-

د راستنیدونکو او داخلي بې ځایه شویو اړتیاوو ته د رسېدنې په موخه د هر اړخیز پلان لپاره مشورتي ناسته د اقتصاد، مالیې، کرنې او ښار جوړونې وزارتونو د استازو په شتون کې د مهاجرینو وزارت په مسلکي معینیت کې وشوه.

د وزارت د مسلکي چارو مرستیال مولوي عبدالرحمن راشد وویل، چې له یو بل سره په همغږۍ او همکارۍ یې پر یوه منظم پلان کار کړی، چې په راتلونکي کال کې د یوه منظم پلان له مخې د راستنېدونکو او کورنیو ستونزو ته په ښه توګه رسیدنه وشي.

د يادو ادارو استازو هم خبرې وکړې او په ګډه يې د پلان پر نهايي کولو ټينګار څرګند کړ.

Latest news

BACK TO NEWS