د مرستو د همغږۍ رییس د ژغورنې نړیوالې کمېټې د ماشومانو د ساتنې څانګې له جګپوړي همغږي کوونکي سره ولیدل

anwari_morr
Wed, Jan 24 2024 3:28 PM
-

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مرستو د همغږۍ رییس شیخ عبدالرحمن رحماني د ژغورنې نړیوالې کمېټې د ماشومانو د ساتنې څانګې له جګپوړي همغږي کوونکي ښاغلي کیون موراتي او  مل پلاوي سره ولیدل.
 په دې لیدنه کې د وزارت او د یادې ادارې ترمنځ د اړیکو او همغږۍ د لا ښه والي او پیاوړتیا په اړه د وزارت د لومړیتوبونو څرنګوالي په پام کې نیولو، د لا همغږۍ او پیاوړتیا او پراخولو په موخه د دغې کمېټې د نویو پروژو، پلاننونو او ستونزو ته رسېدنې په اړه څرګندونې وشوې.
 ښاغلي رحماني وویل: زموږ هدف خلکو ته خدمت دی. اړمنو او مظلومو خلکو سره باید مرسته وشي. له ګاونډیو هېوادونو څخه په جبري توګه راستنېدونکو کې بوډاګان، ناروغان او ماشومان شامل دي، چې ښو خدمتونو ته اړتیا لري.
هغه زیاته کړه: افغانان له څلورو لسیزو راهیسې په ګاونډیو هېوادونو کې مېشت وو. خو اوس په زوره راستانه کېږي او بشري مرستو ته سخته اړتیا لري.
  ښاغلي کیون موراتي وویل: د لومړنیو مرستو او لومړنیو خدمتونو د برابرولو په پار د مستحقو کسانو د شمېر په راټولولو سره کولای شو له وزارت سره په همکارۍ او همغږۍ سره د پروژو په پراخولو او پیاوړتیا کې ارزښتناکه ونډه واخلو. هغه زیاته کړه: د ارزونې په پیلولو سره کولای شو، مستحق کسان وپېژنو، چې په راتلونکي کې زموږ له خدمتونو برخمن شي.
 د وزارت د ستراتیژیکو پروګرامونو آمر انجینر اجمل چې په دې لیدنه کې یې ګډون درلود، وویل: مهاجرینو ته د کار په بدل کې مرستې ورکول کیږي، چې هغوی وهڅول شي او دا ډول پروګرامونه د دوی د کارموندنې او لاسنیوي په برخه کې ګټور دي.

Latest news

Wed, Mar 23 2022 9:28 PM
Background image

A training workshop was held for the heads of the Ministry of Refugees

The Ministry of Refugees, in collaboration with the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR), organized a three-day training workshop for its Heads and Second Units on the. . .

BACK TO NEWS