د وزارت مسلکي مرستیال ننګرهار ته لاړ

anwari_morr
Wed, Dec 27 2023 2:43 PM
-

د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت مسلکي مرستیال عبدالرحمن راشد او په جبري توګه د راستنیدونکو د موقتې ځایي کمېټې  رئیس د مرغومي پر پنځمه ننګرهار ته لاړ.

ښاغلی راشد یاد ولایت ته د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ او د کلیو او پراختیا وزارتونو د پېښو پر وړاندې د مبارزې د ریاستونو له استازو سره سفر وکړ.

د مهاجرینو ریاست له استازي، د ولایتي اجرایوي کمېټو استازو او د یاد ولایت نورو غړو سره یې د لال پورې ولسوالۍ او تورخم پولې موقتي کمپونو لیدنه وکړه او د مهاجرینو ستونزې او ننګونې یې واورېدې

یاد پلاوي له ولایتي اجرایوي کمېېټې سره په لیدنه کې د کمپونو د چارو پرمختیا او د موقتي څای پر ځای کېدنې په برخه کې د فعالیتونو په اړه خبرې وکړې او د کارونو په اسانتیا رامنځته کولو کې یې لازمې سپارښتنې ورته وکړې

په دې ناسته کې د وزارت مرستیال عبدالرحمن راشد د هوا سړېدو ته په اشاره وویل: په ټولو ځایي کمپونو کې باید د راستنېدونکو لپاره امکانات برابر شي.

هغه زیاته کړه؛ د افغانستان اسلامي امارت ژمن دی، چې  جبري راستنېدونکو ته اسانتیاوې رامنځته کړي او پخپلو مېنو کې د ځای پر ځای کېدو زمینه ورته برابره کړي.

Latest news

Wed, Mar 23 2022 9:28 PM
Background image

A training workshop was held for the heads of the Ministry of Refugees

The Ministry of Refugees, in collaboration with the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR), organized a three-day training workshop for its Heads and Second Units on the. . .

BACK TO NEWS