د څښاک د اوبو ۶۵ ذخيرې د راستنېدونکو د استفادې په موخه تورخم ته ولېږدول شوې

anwari_morr
Sun, Nov 05 2023 2:25 PM
_

د ننګرهار ولايت د روغتيا رياست د څښاک د اوبو ۶۵ ذخيرې د راستنېدونکو د استفادې په موخه تورخم ته استولې.
د ننګرهار ولايت د مهاجرينو چارو رياست د راپور پر بنسټ د دغه ولايت د والي په لار ښوونه د څښاک د اوبو ۶۵ ذخيرې، چې هر يوه يې د دوه زره لېتره اوبو ذخیره کولو ظرفيت لري د ننګرهار ولايت د روغتيا رياست له لوري اخيستل شوې او د راستنېدونکو د استفادې له پاره تورخم ته لېږل شوې دي.
همدارنګه په پام کې ده، چې په توخم کې د راستنېدونکو په موقتي کمپ کې د KRC مؤسسې په مالي مرسته د څښاک د اوبو درې ژروې څاه ګانې و کیندل  شي.
د سرچينې په خبره، د يادو څاه ګانو په کيندلو سره به تر يوه  حده پورې د راستنېدونکو د څښاک د اوبو ستونزه حل شي.

Latest news

BACK TO NEWS